له پنځو کالو وروسته د داعش د مشر پیغام: د غچ اخیستلو لپاره چمتو یو

د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر البغداي نږدې پینځه کاله وروسته په یوه ویډیوي پیغام کې راښکاره شو او ټینګار یې وکړ چې په عراق او سوریه کې به د خپلو ماتو غچ واخلې.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،رویټرز ویډیو خپره کړي او ویلي یې دي چې د«ابوبکر البغدادي» اړوند ده او له پینځو کالو وروسته یې انځور خپریږي.

که څه هم ددې ویډیو د ثبتیدو کره وخت مالوم نه دی ؛ مګر البغدادې د سوریې په باغوز ښار کې د«داعش» ماتي ته اشاره کوي چې په سیمه کې د داعش وروستی پټن ځای دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې د غرب پر وړاندې د داعش عملیات یوه«اوږده جګړه »ده او د خپلو کسانو غچ به اخلې.

په ورته وخت کې د داعش مشر په سریلانکا کې د«عید پاک» په ورځ د هم مهاله بریدونو پړه هم منلي او ویلي یې دي چې دغه بریدونه یې د باغوز ښار د بریدونو د غچ اخیستنې لپاره سرته رسولي دي.

البغدادي د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې په یوه عمومي غونډه کې ښکاره شوی وو او ددې ترمینځه فاصله کې څو واره د نوموړي د مرګ یا ټپي کېدو راپورونه خپاره شوي وو.

هغه خبر چې رد شوی یا تایید شوی نه دی: ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.

داعش وایي چې دغه ویډیو د اپریل په میاشت کې ثبت شوي او ددې ډلې اړوند «فرقان» خبرې شبکې خپره کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *