په یونان کې د افغانستان پناه غوښتونکي بې سر پناه کیږي

د یونان د دولت د تازه طرحې له مخې ، هغه پناه غوښتونکي چې په دغه هېواد کې قبول شوي دي باید خپل کورونه او اپارتمانونه نویو پناه غوښتونکو ته وسپاري.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د یونان د دولت د تازه طرحې (استیا Estia) له مخې به شاوخوا ۶۸۰۰ پناه غوښتونکي خپل اپارتمانونه پریږدې چې  لویه برخه یې  افغانان دي.

د یونان د مهاجرینو وزیر «ډیميټري ویستاس» د فرانسې خبرې اژانس ته ویلې دي چې د اتن دولت د ملګرو ملتونو سره د یوې ګډه طرحې په اساس هغه پناه غوښتونکي د اپارتمانونو څخه وباسي چې د اوسیدو غوښتنه یې قبوله شوي وي او پر ځای ددغه هېواد د جزیرو مهاجر ځای پر ځای کوي.

همدارنګه په یونان کې د ملګرو ملتونو ویاند بوریس چشیر کوف هم ویلي دي چې د استیا طرحه په لمړي سر کې د پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره چمتو شوي وه او له ددغه طرحې له مخې باید پناه غوښتونکي د شپږو میاشتو په لړ کې خپل کورونه پریږدي.

مرستندویه سازمانونو په دې طرحې نیوکې کړي او په رښتینې مانا یې د ستونزې د حل لارې غوښتنه کړي ده.

د افغانستان یو پناه غوښتونکی عبدالله احمدي چې د میرمنې او پینځو زامنو سره باید اپارتمان خوشي کړي ،وایي چې د کرایي اپارتمان د پیدا کولو لپاره کافي عاید نه لري.

د نوموړې پر وینا،«د درې کالو راپدیخوا د کار په لټه کې یم؛ مګر د څو ورځو کار او کم عاید څخه علاوه مې ښه کار پیدا نه کړ.»

دې پناه غوښتونکي د خپلې کورنۍ سره یو ځای د یوه کال راهیسې د لیسبوس په جزیره کې ژوند تیروي.

د یونان دولت په پام کې لري چې یوه برخه مهاجرین باید په مټرو کې پیسې ولیږدوي؛  مګر څارونکي وایي د ۲۰۱۹ کال په لمړیو کې نږدې ۹۰۰۰ نویو مهاجرینو په ورتګ سره د تیر کال په نسبت د یونان په جزیرو کې د مهاجرینو شمېر زیاتوالی موندلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *