په زابل کې د طالبانو له زندان څخه ۵۳ تنه ازاد شول
د ملې اردو ځانګړو ځواکونو د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ۵۳ تنه ازاد کړي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د ملې دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد د نن ورځې( غویي ۷) په خبرې ناسته کې څرګنده کړه چې دغه کسان د پنجشنبې د ورځې په ماښام ازاد شوي او کابل ته لیږدول شوي دي.
د نوموړي پر وینا، د خوشي شویو کسانو په مینځ کې هغه کسانو هم شتون درلود چې دوه کاله په بند کې او دوې څخه کم یې ۱۰ میاشتې د طالبانو سره په بند کې وو.
همدارنګه ځینې امنیتې چارواکو هم ویلي دي چې دغه زندان د دایچوپان ولسوالۍ په «اولم» کلې کې موقعیت درلود ،د ازاد شویو کسانو په مینځ کې د ملې اردو ۴ کمانډویان،۴ تنه ملې پولیس او یو شمېر د ملې اردو سرتیرو شتون درلود.
همدارنګه ویل کیږي چې د بندیانو د ازادولو لپاره په عملیاتو کې ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.