د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې چاودنه
د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې د یوه پوهنتون په مینځ کې د چاودنې په پایله کې یو تن وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار( غویي ۵) د ۱۰:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د اتمې ناحیې د کارته نو په دریم سړک د «جهان» خصوصي پوهنتون په داخل کې رامنځته شوي ده.
عینې شاهدان وایي چې ددې پوهنتون په دوهم پوړ کې چاودنه شوي او درې تنه یې ټپیان کړي دي.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت ویلي دي یوه شخص غوښتل چې د جهان پوهنتون د لاس وینځلو ځای کې چاودیدونکي توکې ځای پر ځای کړي؛ مګر دغه چاودیدونکو موادو چاودنه کړي چې په پایله کې دغه ترهګر شخص وژل شوی دی.
ددې وزارت د مالوماتو پر بنیاد ، په دغه پیښه کې درې تنه نور ټپیان شوي دي.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.