په میانمار کې ځمکې ښويدنې د ۵۰ کار کوونکو ژوند واخیست

په میانمار کې د ځمکې ښویدنې په پایله کې  ددغه هېواد ۵۴ تنه بې وزله وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د میانمار پولیس چارواکو ویلي دي چې ددغه هېواد په«کاچین» ایالت کې په زیات ګومان سره د خوب په حالت کې ځمکې ښویدنې د معدن د ۵۴ کار کوونکو ژوند اخیستی دی او ددې کارګرانو د هستوګنې ځای  د ۴۰ په شاوخوا کې موټرې یې هم دفن کړي دي.

ویل کیږي چې د «صنعتي یشم» تیګو د کان کارکوونکي  له پام وړ اصولو په نظر کې نیولو پرته په دغه هېواد کې فعالیت کوي او په همدې اساس هر کال د سلګونو کسانو ژوند اخلې.

یوه سیمه ایز چارواکي دې ته په اشارې سره چې  د ځمکې ښویدنې او نورو اړونده طبیعې پیښو قربانیان ددغه هېواد بې وزله وګړي دي ویلي دي چې ددې کسانو د جسدونو راویستل ستونزمن کار دی او تر اوسه د درې کسانو جسدونه پیدا شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د میانمار هېواد د«بیشم» تیګه څخه علاوه د بډایه طبیعي زیرمو له ډلې د لرګي،طلا او بريښنایي زیرمو لرونکی دی چې په دغه هېواد کې په جګړه کې ښکیل لوري ترې ګټه اخلې.

Author

خروج از نسخه موبایل