په ایران کې د بس اوښتو ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د ایران په لرستان ولایت کې د زیارت کوونکو د یوه بس د اوښتو په پایله کې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د لرستان ولایت پولیس چارواکو ویلي دي چې د قم ولایت په «دورود ـ چالانچولان» لویه لار باندې د جمکران مسجد د زیارت کوونکو یو بس اوښتی دی.
ویل کیږي چې ددې بس د چپه کېدو په پایله کې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۲۵ څخه زیات ټپیان شوي دي.
لا تر اوسه ددې پیښې لامل مالوم شوی نه دی او همدارنګه د تلفاتو وروستي ارقام هم په لاس کې نشته.