ننګرهار کې ۲۴ تنه برمته شوي ولسي وګړي و ژغورل شول
د ننګرهار چارواکي وایې؛ د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعشیانو له لورې برمته شوي ۲۴ ولسي وګړي په خوندي ډول ژغورل شوي دي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په سلوزو سیمه کې نن دوشنبه د ثور په ( ۲) نیټه سهار وخته داعشیانو د سلوزو قوم ۲۴ تنه مخور له ځآن سره برمته کړې وو،چې د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو برمته شوي کسان په خوندي ډول د دوی له منګولو وژغورل شول .
د خوږیاڼي په خبره د یادو کسانو د خوشي کېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۳ داعش او یو ملکي وګړی هم ټپيان شوي دي.
د داعش ترهرګرې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.