د ننګرهار له پاره د طالبانو مرستیال والي و وژل شو

چارواکې وایې د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شوی د والي مرستیال د دوی د ګڼ شمیر رهبرۍ غړو سره وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو له د فتر څخه خاورمیانه خبري اژنس ته په را لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ مرکیخیلو سیمه کې تېره شپه ماښام شاوخوا شپږ بجې د بې پیلوټه الوتکې په دوو پرلپسې بریدونو کې د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شوی د والي مرستیال “شیخ زرمحمد” چې مشهور په رحماني وو،د دوی د ګڼ شمیر رهبرۍ غړو سره یو ځای وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په یاد برید کې همدا راز د شیرزادو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم د نومول شوي ولسوال مرستیال نورالله،د شل کسیز ګروپ مشر سیدا جان او جنګي قوماندان ذبیح الله په ګډون شپاړس وسله وال طالبان وژل شوي دي .

خبرپاڼه زیاتوي؛  دې برید کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شوی قاضي مولوي محمد عالم او د هغه ورور د ۱۷ نورو مخالفینو سره سخت ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل