پر «دولت اباد» ولسوالۍ د طالبانو ډله ایز برید په شا وتنبول شو

د فاریاب ولایت په دولت  اباد ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې په اوښتو سره شاتګ کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ملې دفاع وزارت د نن ورځې( وري۲۸) خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر دولت اباد ولسوالۍ باندې د وسله والو طالبانو ډله ایز بریدونه یې له ماتي سره مخ کړي دي.

د خبرپاڼې پر بنیاد،په دولت اباد ولسوالۍ کې د تیرې ورځې د نښتې په پایله کې د وسله والو طالبانو د یوه مشهور قومندان په ګډون ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي او همدارنګه پر امنیتي مرکزونو باندې ددوې بریدونه ناکام شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې نښتې په پایله کې د«عمري»او «ملا نعیم» په نوم د دولت اباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د دوه مهمو سرګروپانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او د دولت اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې مسؤل «مولوي نجیب الله» مشهور په«ناصر» ،د طالبانو سرګروپ «مولوي احسان الله» مشهور په «طوفان» او د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ د طالبانو مهم سرګروپ «مولوي طاهر»په ګډون ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل پر اعلان سره په څو ولایتونو کې پر مختلفو ولسوالیو یرغلیز بریدونه ترسره کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *