د لیبیا پر پلازمینه مرګوني بریدونه
د لیبیا هېواد چارواکو ددې هېواد په پلازمینه کې د هستوګنې پر کورونو د څو هاوانونو د لګیدو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،الجزیرې راوړي دي چې د لیبیا د پلازمینې طرابلس په مختلفو سیمو باندې د څو هاونونو غورځیدلو زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د ځینو راپورو پر بنیاد،ددې راکټي بریدونو په پایله کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي؛ مګر لا تر اوسه دغه شمېرې د رسمي سرچینو له خوا تائید شوي نه دي.
عیني شاهدانو ویلي دي چې په دې بریدونو کې د هستوګنې درې کورونه هم زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوه اونیو راهیسي د لیبیا هېواد د جګړې پر ډګر بدل شوی دی او ددې نښتو په پایله کې نږدې دوه سوه تنه وژل شوي دي.