د قطر د سفر لپاره د حکومت ۲۵۰ کسیز لیست؛د مذاکراتو یا ساعت تیرۍ لپاره؟

د یو څه وخت له تیریدو وروسته بلاخره د افغانستان حکومت د قطر په دوحه ښار کې د وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره مرکچي پلاوی لیست چمتو او نشر کړ چې ۲۵۰ کسان پکې شامل دي.

د جمهوري ریاست ارګ د چارواکو پر وینا په دغه لیست کې د ټولنې د ټولو اقشارو له ډلې سیاسیون،ځوانان،ښځې،مدني ټولنې او نور اقشار ګډون لري.

جمهوري ریاست د ډېرو ورځو بحثونو او نظرپوښتنو وروسته  دغه لیست خپور کړی دی.

د قطر ناسته د مسکو د ناستې پر تعقیب ترسره کیږي چې له دې وړاندې د ګوندونو دې استازو،سیاسي څیرو او ښځو د تیر کال د دلوې میاشتي په نیمایي کې په مسکو کې د وسله والو طالبانو له استازو سره لیدلي وو.

په دې لیدنه کې موافقه وشوه چې د سولې د بهېر د پیاوړتیا په موخه به دې ورته ناستې دوام ومومي او د مخکني توافق له مخې ،ټاکل شوي وه چې ددې کسانو له مینځه د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره کسان غوره شي او له تصویب وروسته د قطر پلازمینې دوحه ته واستول شي.

د ۲۵۰ ګډون کوونکو کسانو له مینځ څخه په چمتو شوي لیست کې د پام وړ جالب ټکی دا دی چې ددې لیست ۵۲ تنه ښځينه تشکیلوي، په داسې حال کې چې مالومه نه ده په یوه غونډه کې د ۲۵۰ تنو ګډون به څه لاسته راوړنه ولري؟

که چیرته داسي وشي چې ټول ۲۵۰ کسان د افغانستان په استازیتوب په دې ناسته کې نظر ورکړي او خبرې وکړې،ایا ټولو ته به وخت ورسیږي او یا هم په تعیین شویو دوه ورځو کې به خپل نظرونه شریک کړې؟

په ورته وخت کې د ۲۵۰ کسانو لپاره به په څو هوټلونو کې کوم تعداد اطاقونه نیول شوي وي او هغوې به څه ډول ځای پر ځای کیږي؟او ددې سفر لوي لګښتونه به له کومه ځایه په کوم دلیل ورکول کیږي؟

د افغانستان د سولې لپارې وروستۍ خبرې اترې باید کیفیت د کمیت تر اغیزې لاندې رانه وستل شي  لکه څنګه چې د حکومت په تازه لیست کې دغه کړنه په روښانه ډول لیدل کیږي؛په داسې حال کې چې د مسکو د غونډې  دیوه ګډونوال نوم د هېواد پخواني جمهور رئیس  په دې لیست کې نه لیدل کیږي.

له بله پلوه،د یو شمېر سیاسي مشرانو له ډلې د جمعیت اسلامې ګوند اجراییه رئیس عطامحمد نور او رحمت الله نبیل دغه لیست د پوښتنې لاندې راوستی او فرمایشي یې بللی دی.

ددغه لیست له خپریدو یوه ورځ وروسته وسله والو طالبانو د دې لیست په اړه غبرګون ښکاره کړی دی.

ددې ډلې د نن ورځې( وري ۲۸) په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د قطر ناسته په یوه خلیجي هېواد کې یو منظم کنفرانس دی،نه د کابل په هوټلونو کې د واده یا د میلمستیا کوم مراسم دي.

د خبرپاڼې څخه په نقل«ددې کنفرانس په اړه باید وضاحت ورکړل شي چې ددې کنفرانس ترتیب کوونکي په خبرو اترو کې په لیکلي ډول یو د بل سره څرګندوني شریکوي چې په دې کنفرانس کې څوک د کابل د ادارې استازیتوب نه کوي ،که چیرې د مسکو په ناسته کې د کابل د ادارې څخه د چا نوم په لیست کې وي،دغه شخص به په شخصي ډول ګډون کوي او خپل شخصي نظر به څرګندوي هیڅوک د کابل د ادارې استازیتوب نه شي کولای».

همدارنګه ویل شوي دي چې د قطر د ناستې تنظیمونکي د افغانستان د دولت په استازیتوب دومره تعداد استازي نه مني او ددې لیست له مینځه به د لږ شمېر سیاسي شخصیتونو او قومي مشرانو نومونه په نهایي لیست کې ګډون ولري چې یوازې هغوې به پکې ګډون کوي.

خبرپاڼه زیاتوي: «په کابل کې د لیست چمتو کوونکي باید درک کړي چې دا په یوه لرې خلیجي هېواد کې یو منظم پلان شوی کنفرانس دی ،نه د کابل په هوټلونو کې د واده یا میلمستیا کوم مراسم ».

دغه خبرپاڼه چې د وسله والو طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټويټر خپره شوي؛ لیکل شوي دي چې ددې ډول لیست د چمتو کېدو او خپریدو څخه مالومیږي چې د کابل اداره د سولې په برخه کې د پرمختګ د دې ډول ناستو څخه ویره لري او په خپلو دې ډول حرکتونو سره د ناستې د تخریب په لټه کې دي.

لا تر اوسه حکومت د وسله والو طالبانو ددې څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی نه دی.

د یادونې وړ ده چې د حکومت ۲۵۰ کسیز پلاوی به د افغانانو تر مینځ د قطر په ناسته کې د طالبانو د ۲۵ استازو سره خبرې اترې او مذاکره وکړي.

په وروستیو کې باید وویل شي چې «سیاهی لشکر نیاید به کارــ یکی مرد جنگی به از صد هزار!».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *