د«نوتردام» کلیسا په اور کې وسوځیده

د فرانسې یوه مشهوره کلیسا چې د پاریس په زړه پیژندل کیږي؛ اور اخیستی او لویه برخه یې په ایرو بدله شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،لمړی د اور لمبې د«نوتردام» کلیسا د پادرې له ځایه پیل شوی چې ۸۵۰ کاله مخکې جوړ شوی دی او بیا یې د دې کلیسا ټولو برخو ته سرایت کړی دی.

ویل کیږي چې د اور وژنې ځواکونه له ډېرو هڅو وروسته د اور په کنټرولولو بریالي شوي او په بشپړ ډول یې، ددغه کلیسا د ودانۍ د سوځیدو مخنیوی کړی دی.

د راپورونو له مخې،ددې اورلګیدنې په پایله کې ددې کلیسا لویه برخه په ایرو بدله شوي؛مګر دوه برجونه او د کلیسا اصلې چوکاټ ژغورل شوي دي.

په ورته وخت کې د فرانسې جمهور رئیس «امانویل مکرون» نن سهار د نوتردام کلیسا د اسکلیت مخې ته په راښکاره کېدو سره په ۸۵۰ کاله پخوانۍ کلیسا کې اورلګیدنه یوه تراژیدي او وحشتناکې پیښې ګڼلو سره وویل پاریس به ددې کلیسا د بیا رغاونې لپاره د نړیوالو مرستو د راټولونې یو کمپاین په لاره واچوي.

لا تر اوسه په دغه کلیسا کې د اور لګیدنې لامل روښانه شوی نه دی.

د پاریس د «نوتردام» کلیسا د فرانسې هېواد د اصلې سمبولونو څخه په حساب راځي او له همدې وجې په دې ودانۍ کې اورلګیدنې د امریکا،المان او انګلستان هېوادونو پراخه غبرګونونه راپارولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *