د غزني د پولیسو د تعلیم تربیې مدیریت د سرپرست وژل کېدل

۲۵ حمل ۱۳۹۸

د ناڅرګنده وسله والو له لوري د غزني د پولیسو د قومندانۍ د تعلیم او تربیې  مدیریت سرپرست ووژل شو.

د غزني د پولیسو ویاند محمد عارف نوري د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې ومنله چې شاهپور بختیار نن سهار ( وري ۲۵) د اوو بجو په شاوخوا کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د نوموړي د خبرو پر اساس د غزني د پولیسو د قومندانۍ د تعلیم او تربیې مدیریت سرپرست خپل کاري دفتر ته د تګ پر مهال د غزني ښار په اووه کیلومترۍ «د البیروني ښارګوټي» د لارې په مربوطاتو کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه ددې پیښې مسوولیت کوم یو شخص یا ډلې پر غاړه اخیستی نه دی او پر اړه یې د پولیسو پلټنې جریان لري.

پولیسو

غزني


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.