«البشیر» په سوډان کې له واکه ګوښه شو

په سوډان کې د پراخه اعتراضونو په لړ کې ددغه هېواد جمهور رئیس «عمر البشیر» له خپل لوري ګوښه کړ او د نوموړي ځانګړي ساتونکي ونیول شول.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د سوډان د جمهور رئیس«عمر البشیر» مخالفینو نن سهار ( وري ۲۲) د جمهوري ریاست ماڼۍ ته نږدې پراخه غونډه په لاره اچولي وه.

«العربیه» خبرې شبکې په یوه راپور کې د قدرت څخه د«البشیر» د ګوښه کېدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي د سوډان د قدرت په راس کې به نوي مشران رامخي ته شي او دمګړۍ البشیر په خپل کور کې د بند وخت تیروي.

په دغه راپور کې په سوډان کې د«نظامي کودتا» د احتمال یادونه هم شوي ده.

ویل کیږي چې د پراخه اعتراضونو او«البشیر» له ګوښه کېدو وروسته د نوموړي یو شمېر مسؤولین او دولتي چارواکي هم نیول شوي دي.

له بله پلوه ویل کیږي چې د سوډان فوځ د «عوض بن عوف» پر ریاست انتقالي شورا ورکړي او امنیتي ځواکونه د جمهوري ریاست ماڼۍ ته د خلکو د تګ راتګ مخه نیسي.

د تیر کال د دسمبر له ۱۹ نیټې راهیسې د سوډان لوي ښارونه هره ورځ ددغه د هېواد خلکو د بد اقتصادي او معیشتي وضعیت او ډوډۍ د ګران والي له امله د لاریونونو شاهد دي او عمر البشیر د جمهوري ریاست دوام یې ددې وضعیت لامل ګڼلی وو.

عمر البشیر د ۱۹۸۹ کال راهیسې د سوډان جمهور رئیس دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *