په دایکندي کې پر یوه شپږ کلن ماشوم جنسي تیری

د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د یوه ۱۷ کلن ځوان له لوري پر یوه شپږ کلن ماشوم جنسي تیری ترسره شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د دایکندي امنیتي چارواکي وایي چې دغه پیښه تیره شپه د میرامور ولسوالۍ د باغ په کلي کې رامنځته شوي ده.

د دایکندي د پولیسو د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیر «محمد مجاهد» ددغه ولایت د سیمه ایزو رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې تورن کسان نیول شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې،ددې پیښې دوسیه به د څیړني وروسته څارنوالۍ ته ولیږل شي.

په دې وروستیو کې په دایکندې ولایت کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالي زیات والی موندلی دی،چې څه وخت وړاندې د انسان تښتوونکو له لوري په شهرستان ولسوالۍ کې هم یو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی وو.

Author

خروج از نسخه موبایل