لغمان کې چاودنې یوتن وسله وال طالب له درې کوچنیانو سره وژلی

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه غړي باندې د خپل ماین په چاودنه کې د دریو کوچنیانو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي دغه پیښه  د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په باغه ګل سیمه کې تېره ورځ ناوخته رامنځ ته شوې د ده پروینا د وسله والو طالبانو یوه غړي غوښتل په خپل کور کې ماین جوړ کړي چې خپل ماین پرې چاودنه کړې او پرمهال یې د یاد وسله وال په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د دولتزي په خبره په وژل شویو کې په خپله د وسله والو طالبانو یاد غړی او درې کوچني زامن یې شامل دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل