د امنیتي ځواکونو له لوري د دویم ځل لپاره د بدخشان د ارغنجخوا ولسوالۍ نیول کېدل

امنیتي ځواکونه له نږدې درې ورځو وروسته بریالي شوي تر څو د بدخشان ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ څخه طالبان وباسي او ددغه ولسوالۍ کنټرول په لاس کې واخلي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د روان کال د وري په لسمه نیټه وسلوالو طالبانو د ارغنجخواه ولسوالي نیولي وه او امنیتي ځواکونو ددغه ولسوالۍ څخه شاتګ کړی وو.

مګر د نږدې درې ورځو په تیریدو سره امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې نن سهار ( کب ۱۳) د ولسوالۍ کنټرول لاسته راوړي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري خاور میانه ته وویل چې تیره ورځ کمانډو او ځانګړیو ځواکونو هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي وو چې وسله والو طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې وسله وال طالبان له ولسوالۍ تښتیدلي او امنیتي ځواکونه د بشپړې تصفیې په حال کې دي.

د بدخشان د والي ویاند زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته تلفات اوښتي نه دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *