نوې ناپیژانده شمېرې،د مخابراتي شبکو د مشتریانو پولي مزاحمت کوونکې

په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ځوانانو له لورې په ټولنیزو پاڼو کې د«#اترا چیرته ده؟» کمپاین په لاره اچولو وروسته،نوې شمېرې په مختلفو او عجیبو  مخابراتي کوډ نمبرونو باندې د مشتریانو ته مزاحمت کوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په وروستیو ورځو کې په ځانګړې ډول د نوې لمریز کال د پیل وروسته په ۶۶۷+، ۶۶۶+، ۵۹۷+،۵۹۰+، او +۱۱ کوډ نمبرونو باندې زنګ وهي او یا هم « میس کال» ورته کوي.

د مخابراتي شبکو یو شمېر کاروونکي وایي دغه شمېرو ته د ځواب ورکولو،او یا بیرته د اړیکې د نیولو په بدل کې ددوې د حساب څخه پیسې مصرفیږي او کمیږي.

حشمت د خاور میانه سره په خبرو کې څرګنده کړه چې دغه شمېرې ډېرې وخت د شپې لخوا فعالیږي او د ځواب ورکولو او یا بیرته اړیکې نیولو په بدل کې د پیسو څخه د ۲۰ څخه تر ۵۰ پورې افغانۍ کموي.

نوموړي ځرګنده کړه:«دغه کار د نوې کال راهیسې په لاره اچول شوی او ګومان کیږي چې د مخابراتي شبکو له لوري د غلا یوه لار وي».

د نوموړې پر وینا،دغه شمېرو د ټولو مخابراتي شبکو په ځانګړې ډول د«افغان بیسیم»شبکې مشتریانو سره اړیکې نیولي او یا یې ورته میس کالونه کړي دي.

دغه بهېر په ټولنیزو پاڼو کې د«#اترا چیرته ده؟» د کمپاین له جدې کېدو وروسته فعال شوی او د ټولنیزو پاڼو یو شمېر کاروونکي هم وایي چې مخابراتي شبکو د هغویو د پخوانیو غلاګانو د افشا کېدو پر وړاندې ،اوس د پیسو د غلا د نورو لارو په لټه کې دي.

په دې اړه د یو شمېر مخابراتي شبکو سره اړیکه ونیول شوه؛ مګر په دې اړه خبرو اترو ته حاضر شوي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټولنیزو پاڼو کاروونکو په «ټویټر» کې د«#اترا چیرته ده؟»کمپاین یو ټویټري طوفان شروع کړی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل