په امریکا کې په ډزو کې څلور تنه ټپیان شول

د امریکا په سیاتل ښار کې امنیتي سرچینو د ډزو د ترسره کېدو د یوې پیښې خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د امریکا د واشنګټن ایالت د سیاتل ښار د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د تیرې شپې ددې ډزو په پایله کې یوه مشکوک شخص ۴ تنه ټپیان کړي دي.

د پولیسو د وینا له مخې،لا تر اوسه ددغه پیښې څرګنوالی او انګیزه مالومه نه ده؛ مګر په دې اړه یو مجرم کس نیول شوی دی.

پولیسو ویلي دي چې مالومه نه ده چې د برید ګر موخه څوک وو؛ مګر په اړه یې څیړنې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د وسلې ګرځولو ازادۍ تل د سر درد ګرځیدلې او همیشه یې په دغه هېواد کې د خونړیو پیښو بستر غوړولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *