د زابل ولایتي شورا وایي چې وسله والو طالبانو ددې ولایت د شینکۍ په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو تهاجمي بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې یو شمېر پوستې سقوط شوي دي.
د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې دغه بریدونه تیره شپه د شینکۍ ولسوالۍ د«سیوري» په سیمه کې پر امنیتي پوستو ترسره شوي ده.
د نوموړي پر وینا، وسله والو طالبانو په دې تهاجمي بریدونو کې ۵ پوستې سقوط کړي او امنیتې ځواکونه توانیدلي چې پوستې بیرته ونیسي.
حق بیان؛ څرګنده کړه چې د پوستو د بیرته نیولو په نښتو کې شپږ تنو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د ولسوالۍ مرکز یې په کنټرول کې راوستی،چې د زابل د ولایتي شورا رئیس دغه ادعا رد کړي ده.
د هوا په ګرمیدو او په ورته وخت کې د امریکا او طالبانو د استازو تر مینځ د سولې د خبرو اترو په ګرمیدو سره د هېواد په زیاتو سیمو کې ددې ډلې بریدونو زیاتوالی موندلی دی.