په ایران کې سیلابونو نږدې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده

د ایران په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو د اورښت وروسته،ددغه هېواد په لسګونه ښارونو او کلیو کې سخت سیلابونه راوتلي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ،د ایران د فارس ولایت والي عنایت الله رحیمي ویلي دي د سیلابونو سره تړلي بده پیښه رامنځته شوي چې سیلابونه په شیراز ښار کې د قران د دروازې د یوه څنډې څخه تیر شوي او لسګونه عرادې موټرې یې له ځانه سره وړي دي.

د رحیمي پر وینا،ددې سیلابونو د راوتلو په پایله کې تر اوسه ۲۰ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي د سیلابونو تیز حرکت ته په اشاري سره ویلي دي چې دغه سیلابونه د ۱۰ دقیقو څخه په کمه موده کې د«الله اکبر» تپې له لوړو څوکو څخه شروع شوي او د شیراز ښار او قران په دروازو کې یې شاوخوا ۲۰۰ عرادې موټرې له ځانه سره وړي دي.

په ورته وخت کې د ایران د مرستې رسونې د سازمان ویاند مصطفی مرتضوي ویلي دي چې په لرستان ولایت کې هم د ۱۷۰ کلیو اوبه او بریښنا قطع شوي او د ۱۰۰ کورونه د اوبو بیخ ته لویدلي دي.

مسوولینو د سیلابونو د سخت والي اصلې لامل د وریځو د مسیر بندیدل اعلان کړي دي.

د تیرې اوونۍ څخه تر اوسه د ایران په مختلفو ولایتونو کې د سیلابونو په راتګ سره د شیراز ښار سخته قرباني ورکړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *