د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار ته نږدې د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې د امنیتي ځواکونو سره د وسله والو طالبانو د نښتې په پایله کې کابل ته د وارداتي بریښنا یو لین قطع شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بریښنا شرکت نن ورځ (کب ۲۷) ویلي دي چې د بریښینا دغه مزې د پلخمري ښار په ۱۷ کیلومترۍ کې د ډنډ شهاب الدین اړوند سیمه کې د نښتې په پایله کې پرې کړی شوی دی.
د بریښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بریښنا ددغه لین په پرې کیدو سره به د کابل ښار نږدې ۳۰ سلنه برخه به ددغه لین د بیا تړلو پورې د بریښنا څخه بې برخې وي.
د بريښنا شرکت همدغه راز ویلي دي چې ددې شرکت مسلکي ټیم ددغه لین د بیا ترمیم لپاره لازم تیاری لري او منتظر دي تر څو زمینه ورته مساعده شي.
کابل ته د وارداتي بریښنا د لیږ په لار کې نښتې او بې امنیتې د هغه ستونزو له ډلې څخه دي چې هرکال د پلازمینې د بې بریښنا کولو لامل ګرځي.
په ورته وخت کې،د هرات د بریښنا شرکت هم ویلي دي چې په ګذره ولسوالۍ کې د هوایي ډګر پر سړک د بریښنا پر لین باندې د یوې ونې د راغورځیدو له وجې ددې ښار د ځینو برخو بریښنا هم قطع شوي ده.