د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ټیټیدل
د کابل د اسعارو په بازارونو کې د نږدې دوه ورځې کاري بندیز څخه وروسته نسبت د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ټیټوالی موندلی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې،نن ورځ ( کب ۲۷) د کابل په بازارونو کې د امریکایي ډالر پر وړاندې افغانۍ په ۰/۲۰ پوله کمبود سره بدلیږي.
تیره ورځ یو امریکایي ډالر په ۷۵/۴۰ وو چې نن ورځ د ۷۵/۶۰ افغانيو په ارزښت سره بدلیږي.
د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغاني په دې ډول بدلیږي:
یو امریکایي ډالر د ۷۵/۶۰ افغانیو برابر
یوه یورو د ۸۵/۵۰ افغانیو برابر
یو انګلیسي پونډ د ۹۹/۲۰ افغانیو برابر
یو سعودي ریال د ۲۰/۰۵ افغانیو برابر
د اماراتو یو درهم د ۲۰/۵۰ افغانیو برابر
زر ایراني تومان د ۵/۸۰ افغانیو برابر
زر هندي کلدارې د ۱۰۷۰ افغانیو برابر
زر پاکستانۍ کلدارې د ۵۴۱ افغانیو برابر
د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو له مخې،د افغانیو او نورو بهرنیو اسعارو بیې هر وخت د بدلون په حال کې دي.