په اندونیزیا کې سیلابونو ۶۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

راپورونه په اندونیزیا کې د سیلابونو د راوتلو له امله د ۶۳ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د اندونیزیا په غربي ولایت «پاپوا»کې سرچینو ویلي دي چې نن سهار (کب ۲۶) ددې سیمې په ځینو برخو کې زیات سیلابونه رواتلي  دي.

ددې سرچینو پر وینا،د سیلابونو د راوتلو په پایله کې لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي، همدارنګه ۹ بابه د هستوګنې کورونه او دوه پلونه هم خراب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اندونیزیا د طبیعي پیښو د سازمان ویاند ویلي دي چې د مرستې رسونې ډلې د پیښې سیمې ته تللي او سیلاب ځپلو سره یې په چټکۍ سره مرستې ترسره کړي دي.

اندونیزیا یو له هغه هېوادونو څخه ده چې د زیاتو بارانونو د اورښت شاهده وي او همدارنګه هرکال زلزلې او بارانونه هم زیات مالي او ځاني تلفات وراړوي.

Author

خروج از نسخه موبایل