د«بن لادن» زوي عراق ته له ورتګ منع شو

د عراق مرکزي بانک د اسامه بن لادن د زوې د شتمنۍ د بندولو ترڅنګ،نوموړی د القاعده او داعش ترهګرو ډلو د مجازاتو  اړونده لیست ته هم ور زیات کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د القاعده د ډلې د پخواني مشر زوي «حمزه اسامه بن لادن»چې د عربستان اوسیدونکی دی،د ترهګرۍ په تور د عراق د تګ له سفر څخه منع شوی او احتمالي شتمني یې ددغه هېواد په بانکونو کې تړل شوي ده.

د عراق د مرکزي بانک د ترهګرۍ او پیسو ښودولو سره د مبارزې پلاوی چې د ترهګرو د شتمنۍ د کميټې پورې تړاو لري،ددغه هېواد له ټولو وزارتونو،اړونده دستګاوو،ولایتونو،ولایتي شوراګانو،مالي او غیر مالي ادارو او ټولو اړونده ادارو څخه غوښتي دي چې د حمزه بن لادن په تړاو لازم اقدامات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې څه وخت وړاندې امریکا هم د هغه چالپاره چې د حمزه بن لادن د پټن ځای په اړه مالومات ورکړي یو میلیون ډالرو د ورکړې بدله ځانګړي کړي وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *