کونړ کې چاودنې یوتن وژلی او ۱۲ نور یې ټپیان کړي

د کونړ چارواکي وایې د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په بازار  کې چاودنه شوې.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  نن پنج شنبه د ( کب ۲۳)  نیټه سهار شاوخوا لس بجې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ بازار د مبایلونو په  یوه دوکان کې چاودنه شوې چې له امله یوتن وژل شوی او دولس تنه نور ټپیان شوي دي.

د مصمیم په خبره د پیښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي.

نوموړی زیاتوي د پیښې څرنګوالی تر اوسه څرګند نه دی.

دی وایې؛ سیمې ته امنیتي ځواکونه ورغلي او له پلټنې ورسته به د پیښې څرنګوالی څرګند شي.

د دې پیښې مسولیت تر اوسه کومې ډلې او یا هم کوم شخص په غاړه نه دی اخیستي.

Author

خروج از نسخه موبایل