ننګرهار کې په یوې ادارې د داعش ډلې د برید مخه ونیول شوه
د ننګرهار ولایت په اچين ولسوالۍ کې په یوې ادارې د داعش ډلې د برید مخه ونیول شوه.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار ولایت په اچين ولسوالۍ کې يو له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ او څلور ماينونه کشف او لمنځه وړل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت ملي امنيت رياست له لوري د اچين ولسوالۍ د ده سرک په سيمه کې په يو پټن ځای کې د داعش وسله والو له لوري ځای پر ځای شوی له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ، درې حلقې واړه او يو د بوشکې خودساخته ماينونه کشف او لمنځه وړل شوي دي .
نوموړی وایې د معلوماتو له مخې داعش وسله والو پلان درلود، چې ياد ماينونه د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره ځای پر ځای کړي او امنيتي ځواکونه په نښه کړي.
د خو ګیاڼي په خبره داعش وسله والو غوښتل، چې له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ جلال اباد ښار ته انتقال او پر يوې مهمې ادارې ځانمرګی بريد تر سره کړي، چې په موندلو او لمنځه وړلو سره يې ټولې موخې او پلانونه يې شنډ شول.