په کابل کې د یوه ځان وژونکي بریدګر نیول کېدل
د ملې امنیت ځواکونو یو ځان وژونکی بریدګر نیولی دی چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یې د خلکو پر یوې غونډې د برید نیت درلود.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې امنیت ریاست د نن ورځ(کب ۱۹) په خپرې شوي خبرپاڼې کې ویلي دي چې د ملې امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړیو عملیاتو په لړ کې یو تن ځان وژونکی بریدګر نیولی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کس موخې ته له رسیدو وړاندې نیول شوی دی.
د خبرپاڼې څخه په نقل،د انتحاري بریدګر شخص سره یو بل کس هم نیول شوی دی چې د هغه د لیږدولو مسوولیت یې په غاړه درلود.