په اسمان کې فضایي خلا او ټکانونو ۳۰ تنه ټپیان کړل

د ترکي الوتکې د پرواز په جریان کې سخته فضایي خلا او ګډوډۍ( توربولانس) د ۳۰ کسانو د ټپي کېدو لامل وګرځیده.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د ترکیې هېواد یوه بوئینګ ۷۷۷ مسافر وړونکي الوتکه چې نیویارک ته یې ۳۰۰ سپرلۍ لیږدولي ،په سختې فضایي خلا او ټکانونو کې ۴۵ دقیقې تیرې کړي؛  مګر له کومې ستونزې پرته یې په ځمکه ناسته وکړه.

ویل کیږي چې ددې خلاء په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي چې د ډېری کسانو ټپونه سطحي وو او یوازې یو تن د پخې په برخه کې د هډوکي ماتیدو سره مخ شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د هواپیژندنې سازمان د شنبې په ورځ د فضایي خلا او ټکانونو په اړه خبرداری ورکړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *