کابل کې چاودنه
څو شیبې وړاندې د کابل په غرب کې دوه چاودنې رامنځ ته شوې.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ د غه چاودنې نن د ( کب په ۱۶ نیټه) غرمه شاو خوا ۱۲ بجې د کابل په غرب کې د عبدالعلی مزاري د شهادت د تلین غونډې مراسمو سره نږدې شوې دي.
د دغو چاودنو څرنګوالی تر اوسه روښانه شوی نه دی. خو د افغانستان د خلکو وحدت اسلامي ګوند ریس محمد محقق په دغه تلین غونډه کې څرګنده کړه، چې دغه چاودنه د راکټ وه.
تر اوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلۍ د دغې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
نور جزیات ورورسته …