د امریکا د دولت څخه د هواوي شکایت
د هواوي ټیکنالوژۍ شرکت د امریکا په دولتي ادارو کې ددې شرکت د محصولاتو څخه د ګټې نه اخیستلو په دلیل د امریکا له دولت څخه شکایت کړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د امریکا دولت داسې قانون طرح کړی دی چې له مخې یې ددې هېواد دولتي سازمانونه د هواوي شرکت د محصولاتو څخه کاراخیستل منع ګرځولي دي.
په همدې ترتیب،امریکا دعوه کړي ده چې د هواوي له محصولاتو څخه کار اخیستل په دولتي سازمانونو کې د سایبري امنیت د خطراتو اندېښنې زیاتوي.
په ورته وخت کې،هواوي شرکت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې د امریکا کانګرس د لږول شویو بندیزونو د ملاتړ لپاره هیڅ ډول شواهد روښانه کړي نه دي.
د دې شرکت مسوولینو ویلي دي چې د تګزاس ایالت فدرالي محکمې ته یې د خپل ځان څخه د دفاع طرحه تسلیم کړي ده او د طرحې «۸۸۹برخې» د«د ملې دفاع اختیارات»له ستونزو سره مخ کړي دي.
دغه طرحه د تیر کال د اګست په میاشت کې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له لوري لاسلیک شوي او په قانون بدله شوي ده.
دا په داسې حال کې ده چې استرالیا او نیوزیلنډ هم د امریکا په څیر د ملې امنیت په اړه د انديښنو له امله د«جي ۵» شبکې لپاره د تجهزیاتو په برخه کې هواوي شرکت منع کړی دی.