د ننګرهار په برید کې ۱۶ تنه ووژل شول

د ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې ددې ولایت په بهسود ولسوالۍ کې پر یوه خصوصي شرکت باندې په برید کې ددې شرکت ۱۶ تنه کار کوونکي وژل شوي او همدارنګه ۵ تنه بریدګر له پښو غورځول شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن سهار ( کب ۱۵) د ۹:۱۰ دقیقو په شاوخوا کې یو شمېر بریدګرو په بهسود ولسوالۍ کې د ننګرهار هوایي ډګر ته نږدې په EBEساختماني شرکت باندې برید ترسره کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند ،عطاء الله خوګیاڼی وایي چې یاد برید ددغه شرکت پر دروازه باندې پر یوې چاودنې سره پیل شوی او له هغې وروسته بریدګر د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شوي دي.

نوموړې څرګنده کړه چې دغه برید نږدې دوه ساعته وروسته د ۵ تنو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسید.

خوګیاڼی وایي چې په دې برید کې ددې خصوصي شرکت ۱۶ تنو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان شوي چې حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي چې د دوه تنو وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند ددې خبرې په بیانولو سره چې د امنیتي ځواکونو له لوري تصفیوي عملیات جریان لري،څرګنده کړه چې دوه انتحاري واسکټونه،یو موټر بمب او یوه اندازه چاودیدونکي توکي هم د امنیتي ځواکونو له لوري له مینځه وړل شوي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *