د کاناډا د خزانې د رئیسې استعفا

د کاناډا د خزانې رئیسې ،په یوه ناڅاپي کړنې سره د خپل لوري استعفا ورکړه.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، «جین فیلپات»تیره ورځ د«اس ان سي» مالي شرکت د فساد دوسیې په څیړلو کې ددغه هېواد لمړي وزیر «جاتسین ترودو» ته په یوه سرخلاصي لیک کې څرګنده کړه چې «د یاد شرکت د فساد دوسیې په اړه د دولت د بې باورې د نسبت کولو له امله له خپلې دندې څخه ګوښه کیږي.»

ددغه لیک په دوام کې راغلي دي چې د مارکهام ـ استوفیل د سیمې څخه به د مجلس د لیبرال ګوند د استازي په توګه خپل مسوولیت ته دوام ورکړې؛ مګر نه غواړي چې په کابینه کې شتون ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د «اس ان سي» شرکت د فساد د دوسیې د لړزې څخه وروسته دا  د کاناډا د خزانې ریاست دریم ځل استعفا ورکول ګڼل شوي ده او تر اوسه پورې ددغه دوسیې رسوایي د لیبرال ګوند د دوه تنو نورو د استعفا سبب ګرځیدلي ده او اوس مهال دغه کړنه د ترودو د دولت لپاره په یوه جدې ستونزې اوښتي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *