د افغانستان په ګډون د نړۍ د ځوانانو سترې ژمنۍ ورزشي سیالۍ پیل شوي

د روسیې جمهور رئیس ،د نړۍ د ځوانانو او زده کړیالانو د برخې  ژمنۍ ورزشي سیالۍ په رسمي ډول پرانیستلي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه ورزشي سیالۍ د تیرې شپې په نیمایي حصه کې د ولادیمیر پوتین له لورې په «کراسنویارسک» ښار کې پرانیستل شوي دي.

د پرانیستې په دغه مراسمو کې پوتین څرګنده کړه چې دغه ژمنۍ سیالۍ د کلتوري اړخه د ګډون کوونکو هېوادونو د اړیکو او کلتورونو د تبادلې لپاره په ښه ډول زمینه مساعدوي.

نوموړې څرګنده کړه چې روسیه به ددغه سیالیو د ښه ترسراوې لپاره ټولې هڅې په لاره واچوي.

په دې ژمنیو سیالیو کې دګډون لپاره د نړۍ د ۵۸ هېوادونو له محصلینو او زدکړیالانو څخه ۳۰۰۰ ورزش کاران د روسیې د کراسنویارسک( سایبریا) په ښار کې راجمع شوي دي.

په دې سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ یو ورزشکار او دوه پلاوي ګډون لري.

دا دویم ځل دی چې د نړۍ د محصلینو په ژمنیو سیالیو کې افغانستان ګډون کوي او د نه منلو وړ په یوې بې نظمۍ کې د افغانستان د پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون رئیس منقوش الدین نسیمي چې د پلاوې په توګه یې په سیالیو کې ګډون کړی دی د هېواد بیرغ یې له ځانه سره لیږدولی دی او د افغانستان یوازیني لوبغاړي یوازې د «رسم ګذشت» په مراسمو کې  ګډون کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *