په فاریاب کې د طالبانو د ۲ تنو مشهورو قومندانانو وژل کېدل

د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو د ډلې د ۲ مشهورو قوماندانانوپه ګډون ددغه ډلې ۶ تنه وسلوال وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،۲۰۹ شاهین قول اردو د نن ورځې ( کب ۱۲) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې «مولوي جلال» او«ملا جندالله» د وسلوالو طالبانو د قومندانانو څخه ول چې ددغه ډلې د ۴ غړو سره یوځای د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې همدارنګه تیره ورځ د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو سره نښته کړي ده چې په پایله کې یې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي او امنیتي ځواکونو او د سیمې خلکو ته کوم زیان رسیدلی نه دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل