ننګرهار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

د ننګرهار چارواکي وایې رينجر موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې يو ملي پوليس او دوه ملکیان ټپيان شویدي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند سپين غر سينما سيمه کې نن  سه شنبه  د ( دلوې د میاشتې ۷ نیټه) سهار شاوخوا لس بجې او شل دقيقې د پوليسو رينجر موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې يو پولیس او دوه ملکيان ټپيان شويدي.

د معلوماتو له مخې ټپيان عامې روغتيا روغتون ته ليږدول شوي، چې د يو تن روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی.

د پیښې مسولیت تر اوسه کومې ډلې او یا هم کوم شخص په غاړه نه دی اخیستی.

Author

خروج از نسخه موبایل