په انتخاباتي کمیسیونونو کې نوې لوبه!!

په روانه اوونۍ کې د ټاکنیزو کمیسونونو په اړه داسې اتفاقات رامنځته شول چې له مخې،یې د ټاکنو قانون تعدیل شو،ريیس او کمیشنران یې له دندې لري او ممنوع الخروج شول.

که څه هم د انتخاباتو د قانون د تعدیل طرحه ډېر وخت د بحث لاندې وه؛ مګر هرڅه په یوه ورځ رامنځته شول او پر انتخاباتي کمیسیونونو د نفوذ لرلو اندیښنو رنګ راوړ.

د ټاکنیزو کمیسیونونو ریسانو او غړیو د خپل فعالیت پر مهال په کراتو ویلي وو چې د دولت رهبران په ځانګړي ډول جمهور رییس ددوې په کارونو کې د لاس وهنې قصد لري له دې کار څخه باید ځان وساتي او په ځینو مواردو کې د هغه زورواکانو چې د دولت پلوي کوي په ابتدایي نوملړ او په ټاکنو کې د هغوې د ګډون مخنیوی وشي.

اوس دغه بدلونونه د جمهور رییس او سیاسي ګوندونو د مخالفو ټکټونو لپاره اندیښمنونکي دي او هغوې یې په وړاندی غبرګون ترسره کړي دي ،که څه هم پر ټاکنو د څار ادارو هم د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو تغییر او ګوښه کېدل له وخته مخکې تغییر وتبدیل ګڼلي دي.

له هماغه لمړي سره ویل کېدل چې د جمهوري ریاست ټاکنې نږدې دي او همدارنګه د نوماندانو ابتدایي لیست هم خپور شوی دی.

د ټاکنو د قانون د تعدیل په غبرګون؛ د سیاسي ګوندونو سیاسي کميټې د نوماند په توګه د جمهور رییس د هر ډول نفوذ د مخنیوي،د کسانو په ټاکنه، او د چارواکو د ګوښه کېدو د مخنیوي لپاره د یوه فرمان د صادرولو غوښتنه کړي ده.

سیاسي ګوندونو ټینګار کړی دی چې،له هغه ځایه چې جمهور رییس تري د راتلونکي ټاکنو نوماند دی،جدي اړتیا محسوسیږي چې د اړونده فرصتونو څخه د اصولو د مرعات کولو په موخه ، د جمهور رییس او د هغې له امر لاندې کسانو له لوري د دولتي امکاناتو څخه بده ګټه اخیستنه،مقرري او په هره سطحه د عالي رتبه مامورینو او دولتي کارکوونکو د تبدیلي او ګوښه کېدل د جمهوري ریاست د ټاکنو تر پای ته رسیدو پورې په یوه فرمان کې منع وګرځوي.

لویه انديښنه دا ده چې جمهور رییس د راتلونکو ټاکنو د یوه نوماند په توګه د هغه فشارونو څخه چې په نوموړي وارد شوي دا دي چې دده د خوښي کسان په ټاکنیزو کمیسیونونو کې پاتي شي او د جمهور رئیس د خوښي سره سم کارونه سرته ورسوي.

په همدې موخه د حنیف اتمر په څیر د جمهور رییس د مخالفو ټاکنیزو ټکټونو رهبران د حکومت په اډانه کې د وروستیو مقرریو او ګوښه کېدو په اړه په جدي ډول اندیښنې څرګندې کړي دي.

د سولې او اعتدال ټیم په بیانیه کې راغلي دي چې«له هغه ځایه چې د دولت د رهبرۍ د وروستي عزل او ټاکنو او د دولتي مکافاتو او مجازاتو،ولایتي سفرونو او دیته ورته نمایشي کارونو ترسره کول سیاسي او کمپایني انګیزه لري،مونږ یو ځل بیا د صلاحیتونو او دولتي امکاناتو څخه د بدې استفادي د ترسره کولو لپاره د طرزالعمل د نافذولو پر اهمیت او استعجالیت ټینګار کوو چې د طرحه یې د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د نوماندانو د تشکیل شوي ګډې شورا له لوري د جمهوري ریاست د دفتر مقام ته سپارل شوي ده ».

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند،شاه حسین مرتضوي پر خپله پیسبوک پاڼه لیکلي دي چې «ولي ځیني سیاسې بهیرونه د ټاکنو په کمیسیونونو او دولتي ادارو کې د اصلاحاتو څخه ډار لري؟»

ددې سوال ځواب مالوم دی،په اوسنیو شرایطو کې د جمهوري ریاست هر یو نوماند هڅه کوي د رایو د ترلاسه کولو لپاره د نفوذ لرونکو رضایت او ملاتړ تر لاسه کړي او څه ښه ده چې دغه کار د ټاکنو په کمیسیونونو کې د «رایو د کان»په توګه ترسره شي.

د موثرو ارګانونو په راس کې چې له ډلې یې امنیتي ،دفاعي او تحصیلي ادارې دي، د خپل ملاتړ او خوښي وړ کسانو شتون لویه برخه او په ټاکنو کې د باور رای د ترلاسه کول دي.

په دولتي ارګانونو،ټاکنیزو کمیسیونونو او د لمړي شخص له لوري د راتلونکو ټاکنو د مدیریت لپاره د کار د مدیریت د یوه برخه خلکو په تغییر او تبدیل کې نوي لوبه ده.

دغه اندیښنې هغه مهال زیاتي شوي چې د راتلونکو ورځو په جریان کې،د ټاکنو د کمیسیونونو لپاره نوي کسان غوره شول او ددې ترمینځ د نورو ټکټونو نظر وانخیستل شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *