د کابل «نارنجي لباس اغوستونکې» ښځې د جارو د وهلو څخه تر خپل ژوند تیرولو پورې

د جارو وهلو اواز مې نظر ځانته جلب کړ؛په نارنجي لباس کې ځوانه ښځه چې خپل ځان یې په څادر کې پټ کړی او یوازې یوه سترګه یې ښکاریږي؛ د یو شمېر نورو ښځو تر څنګ د کابل ښار د اوومې ناحیې اړونده سړک جارو کوي.

شفیقه د کور یوازینۍ سرپرسته او ډوډۍ پیداکوونکي ده؛ میړه یې چې د ملې اردو په لیکو کې دنده اجرا کوله،۱۰ کاله مخکې په قندهار ولایت کې د وسله طالبانو سره په یوه جګړه کې وژل شوی دی.

شفیقه د خپل خاوند له مړینې وروسته د خپلو دوه اولادونو سره د خپل زوي او لور د ښې روزنې لپاره د کابل د تګ په موخه تخار پریښود او اوس مهال د ۱۳ کلنې لور او ۱۰ کلن زوي سره د کابل د یوه غره په لمنه کې په یوه پخواني کور کې د ژوند ترخې او تنګسې ډک ژوند تیروي.

نوموړې چې د جارو لاستې ته یې تکیه کړي وه، وایي:۱۰ کاله مخکې د پسرلي لمړنۍ ورځې وي چې خاوند مې په کندهار کې د طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو او د میړه کورنۍ مې غوښتل چې د خپل لیور سره واده وکړم،یا د خپلو اولادونو څخه جدا شم،ما چې د خپلو اولادونو څخه پرته ژوند نه شو کولای او له بله پلوه دیته اماده هم نه وم چې د میړه ځای مې په لیور ډک کړم،پریکړه مې وکړه چې د خپلې لور او زوي د ساتنې لپاره کابل ته راشم؛ او د هماغه کال په مني کې کابل ته راغلم…»

د شفیقې د خبرو له مخې،هغه ۱۰ کاله وړاندې د دوه د ۳ کلن او ۶ میاشتو ماشومانو د وفات شوي خاوند د معاش د یوې اندازې پیسو سره په پایتخت کې له ستونزو ډک ژوند پیل کړ او د خلکو په کورونو کې د لباسونو پر وینځلو او صفایي باندې یې خپل ژوند تیراوه.

نوموړې څو میاشتې وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري «د پاک او شین ښار» پروګرام ته معرفي شوه چې د «هبیتات»نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ په لاره اچول شوی وو.

دولت د شفیقې د میړه د شهادت له درکه هغې ته هر کال ۴۸ زره افغانۍ ورکوي او د هغه پیسو سره یوځای چې پخپله یې لاسته راوړي په سختۍ سره پرې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.

په داسې حال کې چې د ژمې د یخنۍ څخه یې لحجه له سوزه ډکه ده وایي:«هغه پیسې چې هره میاشت یې لاسته راوړم  زما د خرچې او د ژوند د لګښتونو لپاره کفایت نه کوي او د ژمې په دې یخه هوا کې یوازې د شپې لخوا خپل کور ګرموم ځکه چې د ژمي لپاره د لرګو د اخیستلو توان نه لرم.»

شفیقه وایي سره له دې چې کار کوي او لاسونه یې د چا په وړاندې اوږده شوي نه دي؛مګر د وروستیو درې میاشتو زما او د نورو همکارانو معاش اخیستل شوی نه دی او له بله پلوه د هغه اندازه پیسو څخه چې ددوې سره پرې قرار داد ترسره شوی وو،د هغې څخه کمې پیسې ددوې حساب ته جمع کیږي.

هغه لمړنۍ ښځه نه ده چې په دغه پروګرام کې ګډون لري،بلکه د هغې تر څنګ نورې ښځې هم په نظر راځي چې ټولو د ښاروالۍ ځانګړی لباس په تن کړی دی او د سهاره تر ماښامه د ښار په صفایي او جارو وهلو مصروفه دي؛ مګر ټولې د معاشاتو د نه ترسره کولو او حقوقو د کمېدو څخه شکایت لري.

ځوانه نجلۍ نازیه چې ددغه ډلې د ګروپ مشره ده، وایي چې په قرارداد کې ددوې د ورځني معاش اندازه په ورځ کې ۶ ډالر ذکر شوي ده؛  مګر د دوې ته د ۴ ډالرو څخه زیات نه ورکول کیږي او همدارنګه د درېو میاشتو راپدیخوا یې معاشونه ترلاسه کړي نه دي.

په ورته وخت کې د هبیتات موسسه وایي چې هيڅ یوې جارو وهونکي میرمنې ته په میاشت کې  له ۱۵۰ ډالرو کم معاش ورکړل شوی نه دی ،مګر دغه ښځې دعوه کوي چې په میاشت کې یې حساب ته ۱۲۰ ډالر جمع کیږي؛ ددې خبرو له مخې ددې هریوې ښځې د معاش ۳۰ ډالر مالوم نه دي چې چیرته او د کومو اشخاصو جیبونو ته ځي؟.

په عین حال کې د«د پاک او شین ښار» د پروګرام مسوول دوست محمد خرمي د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې وویل چې ددې ښځو معاشات د هرې ورځې ۶ ډالرو په حساب دي او په هغه صورت کې چې غیر حاضري ونه لري د هغوې معاشونه د هبیتات موسسې له لوري محلي شورا ته حواله کیږي او له هغې وروسته  په بشپړ ډول د شورا له لارې ورکول کیږي.

نوموړې د وروستیو درې میاشتو تنخواګانو ځنډیدو ته په اشارې سره وویل چې د کابل ښار په اوومه حوزه کې چې کومې ښځې په کار بوختي دي د هبیتات موسسې د هغوې معاشونه پر خپل وخت د محل ټولنیزې شورا ته لیږي؛ مګر دا چې د سیمه ایزې شورا  اسناد او  میاشتیني راپورونه بشپړ او کره نه وي.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د پاکوالې د برخې رییس احمد بهزاد غیاثي ددې خبرې په بیانولو سره چې ددې ښځو معاشونه د ورځني حاضرۍ له مخې ورکول کیږي چې په میاشت کې شاوخوا ۱۰ زره افغانیو ته رسیږي، وویل«غیرحاضري او د هرې میاشتې د ورځو بدلون د هغوې د معاشاتو د کمیدو سبب ګرځي» .

غیاثي زیاته کړه؛ هیڅ امکان نه لري چې «د پاک او شین ښار» پروګرام د کارکوونکو معاش دي ضایع شي ځکه چې په مینځ کې یې هیڅ ډول خلا شتون نه لري او د هغویو معاشونه د سیمې د ټولنیزې شورا د بانکي حساب له لاري ورکول کیږي.

نوموړي دوام ورکړ چې د ۷ ناحیې د کارکوونکو تنخواوې ددغه ښځو د ګروپ د مشرې د تغییر وتبدیل له امله ځنډول شوي دي.

د« پاک او شين ښار»پروګرام د هبیتات نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ د کابل ښاروالۍ له لوري په لاره اچول شوی دی او له دغه لارې د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې شاوخوا ۳۵۰ ښځې په صفایي بوختي دي.

راپور ورکوونکۍ «صدیقه رحیمي»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *