د سالنګ لویه لار هماغه ډول تړلي ده؛ د برفکوچ احتمال موجود دی

د برفکوچونو له امله د سالنګ لویه لار د ټولو نقلیه وسایطو پر مخ تړل شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د سالنګ لویه لار چې د دوه ورځو راهیسې تړل شوي وه نن ورځ (سلواغې ۲۵) هم د برفکوچونو د راښویدو له امله د ټولو نقلیه وسایطو پر مخ تړلي ده.

د سالنګونو د حفظ مراقبت چارو مسوول ،عبدالبصیر حبیبي وایي چې په سالنګونو کې طوفان کم شوی ؛ مګر د واورې اورښت هماغه ډول جریان لري او د شپې د ۱۲ بجو څخه تر اوسه پورې د سالنګونو د دواړو خواوو څخه د واورې دپاکیدو عملیات دوام لري.

د نوموړي پر وینا،د برفکوچونو د ښویدنې له وجې به د واورې د پاکولو چارې ډېر وخت ونیسي او په همدې دلیل چې په ځینو سیمو کې تر اوسه پوري برفکوچونه نه دي راغلي او د برفکوچونو د راتګ امکان موجود دی ،لویه لار به د ترافیکو پر مخ تړلي وي.

حبیبي څرګنده کړه چې؛ تر هغې چې سړک د تګ راتګ لپاره ډاډمن شوی نه وي هیڅ ډول نقلیه واسطې ته به د تګ راتګ اجازه ورنکړې.

نوموړي له مسافرینو او ترافیک شاملینو څخه وغوښتل  تر هغې پورې چې د لویي لارې د خلاصیدو په اړه خبر نه شئ په دې لار تګ راتګ ونه کړئ.

د سالنګ لویه لار په هېواد کې د مهمو مواصلاتي لارو څخه ده چې کابل د شمالي ولایتونو سره نښلوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *