د سالنګ لار د ټیلر موټرو پر مخ وتړل شوه
په شمالي سالنګ کې د واورې او طوفان او جنوبې سالنګ کې د کمزورې واورې د اورښت له امله د سالنګ لویه لار د ټیلري موټرو پر مخ تړل شوي او نور وسایط کولای شي تګ راتګ وکړې.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په سالنګونو کې له تیرې ورځې راهیسې د واورې اورښت پیل شوی او نن د(سلواغې ۲۳) هم دوام لري د اټکل له مخکې شاید تر راتلونکو ۴۸ ساعتو پورې دوام ومومي.
په همدې اساس،د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولینو دغه لویه لار د ټیلري موټرو پر مخ تړلي ده او نورو وسایطو ته د قوانینو په رعایت کولو سره د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.
دې ریاست د ترافیکو د شاملینو څخه غوښتي دي چې د تیریدو پر مهال دغه ټکې په نظر کې ونیسي:
۱- قانوني چټکوالی،قانوني وزن،او قانوني ارتفاع
۲ ـ د ژمني وسایلو او تجهیزاتو په ځانګړې ډول د ځنځیر( چین) ،ګرمې البسې،احتیاطي خواړو او اضافي روغنیاتو درلودل.
۳ـ د تخنیکي لحاظه د لوې لارې د وسایطو مجهز وسایل درلودل.
۴ـ د موظفینو د لارښوونو او جدې مقرراتو رعایت کول او په ګالریو او تونلونو کې د چټک تګ او دریدو څخه مخنیوی کول.
د مالوماتو له مخې،د لوې لارې عمومي وضعیت په دې ډول دی:
د واورې د طبقې پنډوالی؛ ۳۵ سانتي متر،د لیدلو ساحه؛ ۵۰ کیلومتر،د باد چټکوالی؛ په ثانیه کې ۶متره، د سړک پر فرش باندې د کنګل؛ ۵۲ کیلومتر،۱۰۰ سلنه رطوبت،د هوا یخوالی؛ ۹ – درجې سانتي ګراد او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورښت ۹۰ سلنه احتمال موجود دی.