د جوزجان ولایت مقام دروازه د دویمې ورځې لپاره هم وتړل شوه

یو شمېر اعتراض کوونکي د جوزجان ولایت د شبرغان په ښار کې د ولایت مقام دروازې سره راټول شوي دي او د دویمې ورځې لپاره یې د ولایت دروازه تړلي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،تیره ورځ اعتراض کوونکو ددغه ولایت د مرستیال والي نه معرفي کېدو وروسته د ولایت دروازه تړلي او اعتراضیه غونډه یې ترسره کړي ده چې نن ورځ(سلواغې ۲۲) یې هم اعتراضونه دوام لري.

اعتراض کوونکي وایي چې د جوزجان د والي د نوي مرستیال عبدالقادر «مالیه» نه معرفي کول د ځایي چارواکو له لورې په ښکاره ډول قانون ماتونه ده او باید د ولسمشر حکم عملې شي.

دوې د تحصن خیمې په ودرولو سره د ولایت ودانۍ ته د والي او د ولایت  کارکوونکو د ننوتلو اجازه نه ورکوي او د دغه قضیې د ژر تر ژره حل کیدو غوښتنه کوي.

اعتراض کوونکې ټینګار کوي چې دولتي څوکۍ میراثي نه دي او هیڅکله د قانون ماتوونکو،نژاد پالواو قوم پالو پلوي نه دي او باید ټولو ته د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې،د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي ویلي دي چې ددې معضلې د حل لپاره د اعتراض کوونکو سره خبرې شوي او دوې څلور ورځې مهلت ورکړی دی.

والي ټینګار کوي چې تیره ورځ د نوي مرستیال والي یو شمېر مخالفینو د ښاغلي «مالیه» د معرفي کېدو سره مخالفت کړی او له هغې وروسته یې ملاتړو اعتراضونو ته لاس اچولی دی.

عزیزي څرګنده کړه چې د دواړو لوریو له غبرګونونو وروسته پریکړه شوي چې د ولایت د ارامه پاتي کېدو لپاره باید خلکو سره په خبرو کې ستونزه حل شي.

د جوزجان والي د نوي مرستیال والي په نه معرفي کېدو کې د عبدالرشید دوستم او خپله لاسوهنه په بشپړ ډول رد نه کړه او څرګنده یې کړه چې «دلته یوه برخه خلک هڅې کوي چې تر څو دا موضوع قومي کړې او له دې څخه سیاسي ګټې پورته کړې»؛ مګر د مشخص کس نوم یې یاد نه کړ.

د جوزجان نوی مرستیال والي د تیرو دوه ورځو په اوږدو کې معرفي شوی وو؛ مګر د ځینو ستونزو پر اساس لا تر اوسه په رسمي ډول خپل کار ته حاضر شوی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *