په سوریه کې د امریکایي نظامیانو پیاوړتیا

سرچینو سوریې ته د امریکایي تجهیزاتو ۱۵۰ باروړونکو موټرو د داخلیدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ،د ترکیې «اناتولي» خبرې اژانس راپور ورکړی دی چې شاوخوا ۱۵۰ موټرې چې پر وسلو ،زریدارو تجهیزاتو او بریښنایي جنراتورونو بار وې د عراق د کردستان سیمې د«سیمالکا» بندر څخه په تیریدو سره د سوریي «حسکه»ولایت ته ننوتلې، تیره ورځ یې خپل مالونه ددغه هېواد د رقې ولایت په «خراب عشک» او د حلب ولایت په  «صرین» دوه ښار ګوټو کې خالي کړي دي.

له دې وړاندې امریکایي نظامیانو د دې تجهیزاتو د لیږدونکو موټرو اختیار د سوریي د کُرد دیموکرات او د خلکو ساتونکو ځواکونو ته ورکړی وو.

د ترکیې د اناتولي خبرې اژانس په داسې حال کې پر سوریه کې د امریکایي ځواکونو د پیاوړتیا خبر ورکوي چې د تیرکال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو اعلان کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *