د افغان ماشومانو او زلمیو پر وژنې د انګلستاني سرتیرو اعتراف

یو شمېر انګلستاني نظامیانو د جګړې په موده کې په افغانستان او عراق کې د ماشومانو او زلمکیو پر وژلو اعتراف کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، «میډل ایست آی» خبرې سایټ راوړې دي چې ځینې انګلستاني نظامیانو په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې هغه مهال چې په افغانستان او عراق کې په دنده بوخت وو په ډزو سره د هغوې د ماشومانو او نوې زلمیو د وژنې لامل شوي دي.

دوې ددې مرکې په جریان کې اعتراف کړی دی ،کله چې په افغانستان کې وو دوې ته د موبایل،بیل او نورو وسایلو لرونکو او یا هم پر مشکوکو کسانو باندې د ډزو کولو اجازه ورکړل شوي وه په داسې حال کې چې دوې یې د بې ګناه او مشکوکو کسانو ترمینځ د تفکیک توان نه درلود.

ددې ترڅنګ یادو سرتیرو ویلي دي چې ددغه هېوادونو هستوګنې سیمې د پلټنو په جریان کې یې په نوې زلمکیو ډزې کړې او وژلي یې دي.

د انګلستان د بحري ځواک یو افسر چې هویت یې مالوم نه دی ویلي دي چې «زه څو ځله په افغانستان کې د سپین ږیرو او ځوانانو د وژل کیدو شاهد پاتی شوی یم تر دې چې زمونږ یوه افسر د خپل پلار د سترګو وړاندې اته کلن ماشوم وویشت چې هغه د بل ځوي جسد خاورو ته سپارلو او د هغه ژوند یې واخیست؛ او مونږ هیڅکله هم دغه ډول بې قانوني لیدلي نه وه.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د راتګ پر مهال انګلستان هم د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره خپل ځواکونه افغانستان او عراق ته ولیږل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *