ننګرهار کې چاودنې یو پاڅون کونکی وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي

د دې مسولین وایې په شينوارو کې د يوې چاودنې له امله يو ولسي پاڅون کوونکی وژل شوی او دوه  نور ټپيان شوي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ روغتون ته څېرمه نن ماسپښين  شاوخوا دوه بجې او پنځوس دقيقې د ملک دهقان اړوند په يوه فيلډر موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې د نازيانو ولسوالۍ اړوند يو ولسي پاڅوون کوونکی وژل شوی او دوه نور  ټپيان شوي دی.

خوګیاڼی وایې  ټپيان د درملنې په موخه د شينوارو ولسوالۍ روغتون ته ليږدول شوي دي.

تر اوسه کوم شخص یا هم کومې ډلې د دې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *