د افغانستان لپاره د مسکو د ناستې پیل کېدل

د افغانستان د سولې لپاره د مسکو ناسته د هېواد د یو شمېر سیاسیونو او وسله والو طالبانو د استازو تر مینځ په روسیه کې د دوه ورځو لپاره پیل شوه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په دغه ناسته کې چې نن د(سلواغې ۱۶) پیل او د دوه ورځو لپاره به دوام وکړې ،د لمړي ځل لپاره به د هېواد سیاسي مشران د وسله والو طالبانو له استازو سره په مخامخ ډول لیدنه وکړې.

د هېواد پخوانی جمهور رییس حامد کرزی،حنیف اتمر،محمد محقق،عطامحمد نور،اسماعیل خان،عبدالسلام ضعیف،شهنواز تڼی،ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورې سیاسي څیرې په دې ناسته کې ګډون لري.

که څه هم چې دغه ناسته د حکومت له کوم استازي پرته ترسره کیږي؛ مګر د ناستې ګډونوال وایي په مهم مسایلو به خبرې وکړې او ملې ګټې به په نظر کې ونیسي.

دغه سیاسي مشرانو ټینګار کړی دی چې د مسکو ناسته د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره یو مهم ګام دی.

په همدغه حال کې د افغانستان حکومت ددې ناستې سره سخت مخالفت ښودلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *