په جوزجان کې په یوه ترافیکي پیښه کې د یوې کورنۍ اووه غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړ

د جوزجان ـ بلخ په لویه لار په یوې ترافیکې پیښې کې د یوې کورنۍ اووه غړې وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن ( سلواغې ۱۵) له غرمې وروسته د جوزجان ـ بلخ د لوې لارې په چغچې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه کرولا موټر د تیلو له یوه ټانکر سره ټکر وکړ.

د جوزجان د والي ویاند،فریدون انیق وایي چې په دې پیښه کې د درې ښځو ، دوه ماشومانو  او دوه سړو په ګډون چې په کرولا کې سپاره وو د یوې کورنۍ اووه تنه غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ترافیکي قوانینو او نښو ته نه پاملرنه او تیز سرعت هغه لوي لاملونه دي چې د هېواد په لویو لارو کې د ترافیکي پیښو د رامنځته کېدو سبب ګرځي چې هرکال د ګڼ شمېر هېوادوالو ژوند اخلې.

Author

خروج از نسخه موبایل