د عراق په چاودنه کې د درې تنو ایراني اتباعو په ګډون د ۹ تنو ټپیان کیدل

د عراق په صلاح الدین ولایت کې د یوې چاودنې په پایله کې د ایراني اتباعو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،عراقي رسنیو خبر ورکړی دی چې ددې هېواد د صلاح الدین ولایت د ” بلد” ولسوالۍ په جنوب کې عراق ته د انتقالیدونکو افرادو پر یوه بس چاودنه شوي ده.

ددې راپور په دوام کې راغلي دي چې ددې چاودنې په پایله کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي چې ۳ تنه یې ایراني اتباع دي.

لا تر اوسه کومې ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل