په کونړ یو ځل بیا د پاکستان توغندیز بریدونه

په کونړ ولایت در سرکاڼو ولسوالۍ یو ځل بیا د پاکستان توغندیز بریدونه.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  دپاکستان له لورې د کونړ په یو شمیر سرحدي سیمو په وقفي ډول توغندیز بریدونه کیږي.

نوموړی وایې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې بیا هم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ناګه سر سیمه د پاکستان له لورې توغندي توغول شوي، چې په ترڅ کې یې درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د تیرو څو کلونو راهیسي د کونړ په یو شمیر سرحدي سیمو د پاکستان له لورې  توغندیز بریدونه په وقفي ډول ادامه لري، چې له امله یې یوشمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمیر کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *