په هلمند کې ۱۴ طالبان ووژل شول

په هلمند کې د ملې اردو او هوایي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د ملې دفاع وزارت نن ( سلواغې ۱۰) خبر ورکړی دی چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د هېواد د نظامي ځواکونو د ګډو هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې بریدونو په پایله کې ۱ وسله وال طالب ټپي شوی ،۱ عراده موټر او ۹۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکې له مینځه وړل شوي دي.

له بله پلوه په يوې بلې خبرپاڼې کې هم منل شوي ده چې پر میدان وردګو ولایاتو کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ویل شوي دي چې ګڼ کلې هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *