په برازیل کې د اوبو د مات شوي بند د ۲۷۶ لادرکه شویو کسانو د لټون لپاره بې پایلې هڅې

د مرستې رسونې د ډلو د هلوځلو سره سره اوس هم په برازیل کې ګڼ شمېر خلک د اوبو د مات شوي بند تر خټو لاندې لادرکه دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،برازیلي چارواکو اعلان کړی دی چې د «بلوهوریزونته» ښار د اوبو د بند د ماتیدو د پیښې د وژل شویو شمېر ۸۴ تنو ته زیات شوی.

ددې تر څنګ تر اوسه پورې ۲۷۶ تنه نور لادرکه دي او د څو ورځو په تیریدو سره ددې پیښې د ورکو شویو کسانو د موندلو تمې کمې شوي دي.

د مرستې رسونې ادارو مسوولینو ویلي دي چې اوس مهال ددې پیښې د ۴۸ مړو پیژندنه شوي او همدارنګه د سیمې د پاکولو لپاره هڅې رواني دي.

تیره اوونۍ د برازیل د«میناس» ایالت د اوسپنې یو کان ته نږدې د اوبو یو بند مات شوی او یو میلیون مترمکعب پراخه سیمه یې د لای او خټې لاندې کړي وه.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د اوبو ددغه مات شوي بند په تړاو د پینځو تنو انجینرانو څخه څیړنې ترسره شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *